AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴ ۲۲:۵۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85587481
T T
۰ Persons

Tags

په باختري کرانه کې ۱۸۰ فلسطینیان ونیول شول

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴ ۲۲:۵۳
News ID: 85587481
په باختري کرانه کې ۱۸۰ فلسطینیان ونیول شول

 کابل– ایرنا– خبري سرچینو خبر ورکړی چې صهیونیسټي رژیم په تیره یوه اونۍ کښې په باختري کرانه کښې لږ تر لږه ۱۸۰ فلسطینیان نیولي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د بندیانو د چارو ادارې نن چهارشنبه د وږی په ۱۴ مه نېټه په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم له پرون راهسې په لویدیځه غاړه کښې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان نیولی دی.

 په دغه بیانیه کښې ویل شوی دی چې په دغو فلسطینیانو کښې یوشمیر ماشومان یا ازاد شوی بندیان دی.

 دفلسطین دبندیانو دچارو اداره وویل: دصهیونیسټ رژیم دتیرې چهارشنبې په ورځ په باختري کرانه د پراخو پوځی حملو له پیل راهسې تراوسه په دغه سیمه کښې څه دپاسه ۱۸۰ فلسطینیان بندیان کړی دی.

 دغه سازمان دا هم وايي چې په باختري کرانه کې د جنین په ښار کې د نيول شويو کسانو وروستۍ شمېرې نه لري او تمه ده چې په تېره اوونۍ کې په دې ښار کې لسګونه کسان نيول شوي وي.

 د فلسطین د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې په باختري کرانه کښې د صهیونیسټ رژیم د پراخو پوځي عملیاتو له پیلیدو سره له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې تراوسه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او کابو ۱۳۰ نور ژوبل شوي دي

 د دغه وزارت د رپوټ له مخې د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیله تراوسه پورې په باختري کرانه کښې ۶۸۲ فلسطینیان شهیدان شوی او ۵۷۰۰ نور ژوبل شوی دي.

صهیونیسټي نیواکګرو ځواکونو له تیرې چهارشنبې ورځې راهسې د باختري کرانه په مختلفو سیمو کښې پراخ پوځي عملیات پیل کړي او په دغه سیمه کښې یې زیات شمیر فلسطینیان وژلي او یا یې نیولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .